د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک د پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۱
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک د پروژې د چارو بهیر وڅارل شو.
د یاد ریاست تخنیکي ټيم د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک له پروژې تخنیکي څارنه ترسره کړه. د څارنې پر مهال، د یاد سړک د اسفالت چارې په ټاکلې نېټه عملي شوې.
په دغه څارنه کې د اسفالت خپرول، هموارکاري، د سطحې د شیب تنظیم، او لومړنی او وروستی کمپکشن شامل وو، چې ټول د پروژې د تخنیکي مشخصاتو سره سم ترسره شول.
د څارنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو د اسفالت تطبیق په دقیق ډول د پروژې له تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي. همداراز ټینګار وشو چې د اسفالت د تودوخې کنټرول، مرحله وار کمپکشن د مناسبو رولرونو په وسیله، او د سطحې تر بشپړ سړېدو او وروستي تأیید پورې د وسایطو د تګ راتګ مخنیوی په جدي ډول رعایت شي.
د ښار کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ولایتي ریاستونه د سړکونو د کیفیت د تضمین او د پروژو د معیاري تطبیق په موخه، د زیربنایي پروژو دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي.
