د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک د پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۳۰
نیمروز

۱۴۴۷/۰۸/۱۱

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک د پروژې د چارو بهیر وڅارل شو.

د یاد ریاست تخنیکي ټيم د نیمروز پوهنتون د ورودي سړک له پروژې تخنیکي څارنه ترسره کړه. د څارنې پر مهال، د یاد سړک د اسفالت چارې په ټاکلې نېټه عملي شوې.

په دغه څارنه کې د اسفالت خپرول، هموارکاري، د سطحې د شیب تنظیم، او لومړنی او وروستی کمپکشن شامل وو، چې ټول د پروژې د تخنیکي مشخصاتو سره سم ترسره شول.

د څارنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو د اسفالت تطبیق په دقیق ډول د پروژې له تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي. همداراز ټینګار وشو چې د اسفالت د تودوخې کنټرول، مرحله‌ وار کمپکشن د مناسبو رولرونو په وسیله، او د سطحې تر بشپړ سړېدو او وروستي تأیید پورې د وسایطو د تګ راتګ مخنیوی په جدي ډول رعایت شي.

د ښار کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ولایتي ریاستونه د سړکونو د کیفیت د تضمین او د پروژو د معیاري تطبیق په موخه، د زیربنایي پروژو دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت