د هېواد د هوایي ډګرونو د نقشو او تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
د هوايي ډګرونو نقشه

۱۴۴۷/۰۸/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له عملیاتي مرستیال محترم مولوي فتح‌الله منصور سره د هېواد د مرکز او ولایتونو د هوایي ډګرونو د نقشو او اړوندو تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته وکړه.

په یادې ناستې کې د دواړو وزارتونو مسلکي استازو ګډون درلود او د هوایي ډګرونو د رنوي (د الوتنو کرښې)، تخنیکي تاسیساتو او اړوندو ودانیزو چارو په اړه هر اړخیز تخنیکي، تخصصي او مسلکي بحثونه او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د هوایي ډګرونو هغه تاسیسات او چارې چې ځانګړې تخنیکي او مسلکي وړتیا ته اړتیا لري، د ریاست‌الوزرا عالي مقام له منظورۍ وروسته د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته وسپارل شي، او د هوایي ډګرونو د ودانیزو تاسیساتو او د طرحه شوو نقشو د ویزې مسؤلیت به د کور او ښار جوړولو وزارت پر غاړه وي.

د هېواد د هوایي ډګرونو پراختیا، معیاري کول او منظم مدیریت د ملي زیربنایي پروژو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ترمنځ تخنیکي همغږي د دې لپاره اړینه ده، تر څو د هوایي ډګرونو نقشې، تاسیسات او ودانیزې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق طرحه او تطبیق شي او د ادارو ترمنځ د مسؤلیتونو روښانه وېش رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل

۳ / ۱۱ / ۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین، شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، چې په کې پر بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت