د هېواد د هوایي ډګرونو د نقشو او تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۰۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له عملیاتي مرستیال محترم مولوي فتحالله منصور سره د هېواد د مرکز او ولایتونو د هوایي ډګرونو د نقشو او اړوندو تاسیساتو په اړه تخنیکي ناسته وکړه.
په یادې ناستې کې د دواړو وزارتونو مسلکي استازو ګډون درلود او د هوایي ډګرونو د رنوي (د الوتنو کرښې)، تخنیکي تاسیساتو او اړوندو ودانیزو چارو په اړه هر اړخیز تخنیکي، تخصصي او مسلکي بحثونه او د نظر تبادله وشوه.
د ناستې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د هوایي ډګرونو هغه تاسیسات او چارې چې ځانګړې تخنیکي او مسلکي وړتیا ته اړتیا لري، د ریاستالوزرا عالي مقام له منظورۍ وروسته د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته وسپارل شي، او د هوایي ډګرونو د ودانیزو تاسیساتو او د طرحه شوو نقشو د ویزې مسؤلیت به د کور او ښار جوړولو وزارت پر غاړه وي.
د هېواد د هوایي ډګرونو پراختیا، معیاري کول او منظم مدیریت د ملي زیربنایي پروژو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ترمنځ تخنیکي همغږي د دې لپاره اړینه ده، تر څو د هوایي ډګرونو نقشې، تاسیسات او ودانیزې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق طرحه او تطبیق شي او د ادارو ترمنځ د مسؤلیتونو روښانه وېش رامنځته شي.
