په کابل ښار کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه جدي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۷
تخلفات شهری

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د وزارت د محترم مقام د حکم پر بنسټ، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سرې میاشتې ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دې ریاست تخنیکي ټیم تر دې وړاندې هم له یادې سیمې څخه لیدنه کړې وه او هغه ودانیزې پروژې چې له اصولو سره په ټکر کې وې، مهر او لاک شوې وې؛ خو د وروستۍ څارنې پر مهال ولیدل شول چې د ځینو ودانیو مالکینو، یو ځل بیا خپلې ودانیزې چارې پیل کړې دي.

د نننۍ څارنې په ترڅ کې، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، یادو مالکینو ته هدایت ورکړل شو چې د وزارت تر وروستۍ پریکړې پورې خپلې رغنیزې چارې سمدستي ودروي. همدارنګه، هغوی ته لازمې سپارښتنې او پوهاوی هم وړاندې شو.

د وزارت د مقام د هدایت د تطبیق او د غیرمجازو فعالیتونو د مخنیوي په موخه، یادې پروژې یو ځل بیا په بشپړ ډول مهر او لاک شوې او تر بل امر پورې د هر ډول ودانیزوچارو دوام منع اعلان شو.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د وزارت د احکامو پر دقیق تطبیق، د ښاري نظم پر ټینګښت او په کابل ښار کې د دوامدارې او جدي څارنې پر دوام ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت