د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
جنګلک

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د ترسره شوې څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ساحوي چارې د تخنیکي اسنادو او ټاکل شویو مشخصاتو سره سم روانې دي او پکې د استوګنیزو واحدونو خشت ‌کاري، د سلبونو قالب ‌کاري او د کانکریټ د اته ‌ویشت ورځني ازموینې پایلو ارزونه شاملې وې.

یاده پروژه د سترې محکمې د اداري معاونیت تر مدیریت لاندې ده چې د دې ادارې د مرکزي منسوبینو لپاره تطبیقېږي او دا مهال شاوخوا اته دېرش سلنه فزیکي پرمختګ لري. د څارنې په ترڅ کې ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې تر څو د قرارداد د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو ته جدي پاملرنه وشي او چارې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت