د فراه ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې بشپړې شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۹
فراه ولایت

۱۴۴۶/۰۷/۱۰

د فراه ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې د یاد ولایت کور او ښار جوړولو د محترم ریلاست تر څار لاندې پیل شوې وې چې اوس یې د خط اچونې چارې بشپړې او پای ته ورسېدې.

یاده پروژه د ۵۵۰۰ جریبه ځمکې په مجموعي مساحت کې تطبیق شوې، چې ټوله ساحه په منظم، اصولي او د کور او ښار جوړولو وزارت د معیارونو مطابق د ښاري حدودو په بڼه خط اچونه تر سره شوې ده.

د پروژې د تطبیق پر مهال د حدودو، سړکونو او عامه‌المنفعه ساحو حدود او سرحدونه په واضح ډول تثبیت او مشخص شول.

همدارنګه، د دې پروژې په جریان کې ۴۰ تنو مهاجرینو ته د ۳۰ کاري ورځو لپاره د موقتي کار زمینه برابره شوې، چې تر څنګ یې د تخنیکي چارو پر مخ بیول، د لنډمهاله کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته شوې ده.

د دې پروژې اساسي موخه د راستنو شوو مستحقو مهاجرینو لپاره د ځمکې منظم وېش او د ښارسازۍ د اصولو او مقرراتو سره سم د دایمي مېشتېدو زمینه برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت