په پکتیکا کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۲۶
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌العمر وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د انګور اډې په ساحه کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف د پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل،  د مسجد شریف په پروژه کې د پايوسیخ ‌بندي او کانکریټ اچونه ترسره شوې ده، همدارنګه د سلب او پورتني رېنګ بیم سیخ ‌بندي د نقشې او د احجامو لېست مطابق بشپړ شوی دی، همداراز په ساحه کې د مسجد شریف د دیوالونو خشت‌کاري او د سلب کانکریټ اچونه روانه وه.

پکتیکا ولایت کې د دیني تاسیساتو د ودانولو پروژې د خلکو د اړتیاوو له مخې په چټکۍ پر مخ روانې دي، د کور او ښار جوړولو ریاست د دغو پروژو د کیفیت د خونديتوب لپاره پر منظم تخنیکي څارنې ټینګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۲۶
Background image

په پکتیکا کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌العمر وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د انګور اډې په ساحه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۱
Background image

په غزني کې د شهید عبدالکبیر ښوونځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم د واغظ ولسوالۍ د شهید عبدالکبیر ښوونځي د رغنیزو چارو څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات

۱۴۴۷/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت