په پنجشیر کې د زندان د ودانیزو بلاکونو د جوړولو له کارونو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۳۵
پنجشیر ولایت

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د محبس د نویو تعمیرونو د جوړولو له روانو کارونو څخه څارنه او مراقبت ترسره کړی دی.

ښاغلي انجنیر نورزاد وویل، د څارنې پر مهال د اداري بلاک د تهداب کانکریټ اچول، د ښځینه بندیانو د بلاک کانکریټ اچونه، د یاد بلاک د تهداب پر سر د سنګ‌کاري کارونه، د ماشومانو د اصلاح او تربیې بلاک د تهداب سیخ بندي او قالبه بندي، او د فامیلي ملاقات بلاک لپاره د تهداب کیندنه تر ارزونې لاندې ونیول شول.

د نوموړي په خبره، انجنیرانو د پرمختیایي چارو کیفیت، سرعت او مطابقت له نقشو او تخنیکي اسنادو سره وڅېړه، او د کار د لا ښه والي لپاره لازم تخنیکي هدایات ورکړل شول.

په پنجشیر کې د محبس د نویو بلاکونو د اعمار پروژه د عدلي بندي خانو د وضعیت د ښه کولو لپاره پلې کېږي. د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د تضمین لپاره منظم نظارت ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت