په پنجشیر کې د زندان د ودانیزو بلاکونو د جوړولو له کارونو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۶/۰۵
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د محبس د نویو تعمیرونو د جوړولو له روانو کارونو څخه څارنه او مراقبت ترسره کړی دی.
ښاغلي انجنیر نورزاد وویل، د څارنې پر مهال د اداري بلاک د تهداب کانکریټ اچول، د ښځینه بندیانو د بلاک کانکریټ اچونه، د یاد بلاک د تهداب پر سر د سنګکاري کارونه، د ماشومانو د اصلاح او تربیې بلاک د تهداب سیخ بندي او قالبه بندي، او د فامیلي ملاقات بلاک لپاره د تهداب کیندنه تر ارزونې لاندې ونیول شول.
د نوموړي په خبره، انجنیرانو د پرمختیایي چارو کیفیت، سرعت او مطابقت له نقشو او تخنیکي اسنادو سره وڅېړه، او د کار د لا ښه والي لپاره لازم تخنیکي هدایات ورکړل شول.
په پنجشیر کې د محبس د نویو بلاکونو د اعمار پروژه د عدلي بندي خانو د وضعیت د ښه کولو لپاره پلې کېږي. د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د تضمین لپاره منظم نظارت ترسره کوي.
