په زابل ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان تطبیق پيل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۰
زابل

۱۴۴۷/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د زابل ولایت په مرکز قلات کې د مهاجرینو د ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د کرښو وېستل او عملي چارې پیل کړې.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، دغه ښارګوټی چې د 4321  جریبه ځمکې په مساحت کې طرحه شوی، د اړمنو کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړېږي.

نوموړی وایي، په دې ښارګوټي کې ټولې 3000 استوګنیزې نمرې ترتیب شوې دي چې د شاوخوا 30000 کسانو د استوګنې وړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي پلان د اساسي خدمتونو، بنسټیزو تأسیساتو او د ژوند ټولنیزو اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوی، څو د بېرته راستانه شویو اړمنو کورنیو لپاره یو منظم، معیاري او د دوام وړ استوګنځای رامنځته شي.

د یاد ښارګوټي د عملي کارونو پيل د کور او ښار جوړولو وزارت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د اړمنو مهاجرو کورنیو د ژوند باثباته کول او د هغوی لپاره د مناسب استوګن ځای برابرول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت