په نوی کابل ښار کې د سرطاني ناروغانو د شفاخانې د جوړولو د نظارت کمېټې غونډه وشوه
۱۴۴۷/۵/۲۶
په نوی کابل ښار کې د سرطاني ناروغانو د ځانګړې شفاخانې د جوړېدو د چارو د څارنې او همغږۍ لپاره د ګډې کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ ترسره شوه، چې یاد روغتون عطا خیریه بنسټ له لوري جوړیږي.
په غونډه کې د مسکن د محترم مرستیال ترڅنګ یو شمېر رئیسانو، د اطلاعاتو او فرهنګ، مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې، د اداري چارو ریاست او د استخباراتو محترمو استازو هم ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې محترم مرستیال د غونډې د جوړېدو موخه روښانه کړه او ویې ویل چې باید د نظارت د کړنلارې د ترتیب چارې چټکې شي، څو لارښود وروستی او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته، او وروسته د اسلامي امارت د ریاستالوزرا عالي مقام ته ولېږل شي.
همدارنګه په غونډه کې د عطا خیریه بنسټ له لوري یادو شويو ستونزو ته هم کتنه وشوه، او ګډونوالو د عدلیې او عامې روغتیا وزارتونو سره د لا ښه همغږۍ لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې، د غونډې ګډونوالو د عامې روغتیا وزارت او عطا خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک مسودې، او همدارنګه د نظارتي لارښود پر متن خپل نظرونه څرګند کړل. پرېکړه وشوه چې موضوع به رسمآ د کمېټې له لوري له عدلیې او عامې روغتیا وزارتونو سره شریکه شي، او د دواړو وزارتونو له رسمي ځوابونو وروسته به د څارنې لارښوود وروستی او منظور شي.
