په غزني کې د سوداکریزمارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۲:۳۸
غزني ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارزاقو عمومي مدیریت دسوداګریز مارکېټ د دوامدارې څارنې په ترڅ کې د یوې برخې د سیم تاوۍ له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د یاد ریاست د نظارت او مراقبت تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، د بي برخې سیم تاوي چارې هم دا مهال د انجینري نقشې او مشخصاتو مطابق په منظم ډول روانې دي.

مولوي نور ولي بلال متقي زیاتوي چې قراردادي شرکت ته وخت په وخت د انجینري نقشو پر بنسټ لازمې تخنیکي لارښوونې ورکول کېږي، څو ټول کارونه د ټاکل شویو معیارونو سره سم ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري ښاري ودې او سوداګریزو تاسیساتو د پياوړتیا لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څارنې او نظارت دوامداره پروګرامونه پلي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۲۱
Background image

په خوست کې د معتادینو د نوي روغتیايي مرکز د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي اعمارېدونکي مرکز د ودانیزې پروژې څخه څارنه ترسره شوه. یاد مرکز د اتیا. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت