په جوزجان ولایت کې د قالین اوبدونکو د مارکېټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۴۷
جوزجان ولایت

۱۴۴۷/۵/۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شبرغان ښاروالۍ د قالین اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د مارکېټ د لومړي پوړ د شا برخې کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې له نږدې څارنې لاندې ونیول شوې. انجنیرانو د کار د کیفیت او د ودانیزو معیارونو د رعایت په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او د پروژې مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې کارونه دې په چټکۍ او تخنیکي دقت سره پرمخ یوسي.

محترم ملا عبدالله فیضان ټینګار وکړ چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د ټولو ودانیزو پروژو له جریان څخه منظم نظارت کوي، څو ټول کارونه د انجینري اصولو، معیارونو او قانوني طرزالعملونو سره سم ترسره شي.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښار د بنسټیزو پروژو د څارنې او همغږۍ مسؤلیت لري. د قالین اوبدونکو د مارکېټ پروژه د شبرغان ښار د مهمو اقتصادي او تولیدي پروژو څخه ده، چې د تطبیق له لارې به د قالین اوبدونکو لپاره د کار، تولید او بازار موندنې فرصتونه زیات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت