په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش رسماً پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۵۷
بلخ

۱۴۴۷/۰۵/۰۱

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الله حامد وايي، د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش بهیر رسماً پیل شو.

ښاغلي مولوي حامد وویل، دغه مراسم د بلخ ولایت د محترم مرستیال والي په شتون کې ترسره شول، چې پکې ځینو سیمه‌ ییزو چارواکو او ګڼو کډوالو برخه اخیستې وه.

د نوموړي په خبره، د نمرو د ویش موخه د کډوالو د استوګنې ستونزو ته حل لاره موندل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا بهیر به د شفافیت او عادلانه ویش له اصولو سره سم پرمخ ولاړ شي، تر څو هر مستحق کس خپل حق ترلاسه کړي.

محترم مولوي حامد زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د کډوالو د استوګنې لپاره دایمي حل وړاندې کړو، او د ښار جوړونې پروژې د خلکو د اسانتیا لپاره پلي کړو.

د بلخ مرستیال والي هم په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د یاد ښارګوټي د نمرو ویش نه یوازې د کډوالو د استوګنې اړتیاوې پوره کوي، بلکې د ښار د منظم پرمختګ او ښاري خدمتونو د پراختیا لامل به هم شي.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټی د بلخ ولایت له مهمو پرمختیایي پروژو څخه دی، چې موخه یې د داخلي بې‌ځایه شویو او راستنو شوو افغانانو لپاره د استوګنې مناسب چاپېریال برابرول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

غزني ښار د ښاري سرغړونو ټیم له لوري د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ټیم د څلورمې ناحیې اړوند د ده خدایداد په سیمه کې، د غزني ـ پکتیکا سړک تر څنګ، د میوو د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول او د باراني اوبو د مخنیوي چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول کولو او د باراني اوبو د مخنیوي په موخه د اړینو رغنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت