په پکتیکا ولایت کې د نوي جومات د اعمار د چارو لیدنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۴۲
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۴/۱۳

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د ترانسپورت آمریت د نوي جوړېدونکي مسجد شریف د اعمارله چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي محمد طاهر سیف‌الجهاد وویل چې د یاد مسجد شریف د سپل کانګرېټ اچونه او سنګ کاري بشپړ شوي او د ګرېډ بیم سیخ ‌بندي لا نه وه بشپړه شوې، چې د تخنیکي ټیم د کتنې پر مهال په سیخ‌بندي کې ځینې ستونزې وموندل شوې چې وروسته د لازمې سپارښتنې په ترڅ کې اصلاح شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د مسجد شریف د نورو چارو د معیاري پرمخ وړلو لپاره اړوند شرکت ته هم مشخصې سپارښتنې شوې دي، څو د انجینري اصولو پر بنسټ کارونه پرمخ یوسي.

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ساختماني چارو د کیفیت د تضمین او د پروژو د شفافیت لپاره په منظم ډول د ولایت په کچه د نوو پروژو څارنه او ارزونه کوي. د ترانسپورت آمریت د مسجد پروژه د همدې څارنې یوه بېلګه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت