په بلخ کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌اندازۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۴۳
بلخ

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌اي ‌اېس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همکارۍ د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې په چټکۍ سره پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې پروژې عملي کارونه د تخنیکي اصولو او نقشو سره سم پرمخ ځي او هڅه کېږي چې د ښارګوټي د نقشه ‌بردارۍ او خط‌ اچونې ټول پړاوونه په ټاکلي وخت کې بشپړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌اي ‌اېس  ریاست په مرسته په هېواد کې د ښاري پراختیايي پروژو د نقشې، خط‌ اچونې او پلان جوړونې چارې پرمخ وړي، چې د مهاجرینو لپاره د منظم ښارګوټو جوړول د وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دی چې موخه یې د غیرپلاني سیمو د پراختیا مخنیوی، د ښاري خدمتونو وړاندې کول او د خلکو لپاره د معیاري استوګنې زمینه برابرول دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۴
Background image

په میدان وردګ کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سردار محمد داود خان ښارګوټي او توسعوي ښارګوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۸
Background image

په فراه کې د جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه پر جنوبي کانال د دوو پلونو د جوړولو پروژې څارنه وکړه.

ښاغ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۴۳
Background image

په بلخ کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌اندازۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۷/۰۳/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌اي ‌اېس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په. . .

BACK TO NEWS