لوګر کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست لپاره نوې اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۳:۴۲
لوګر

۱۴۴۷/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په لوګر ولایت کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست اړوند یوه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې، د لوګر مرستیال والي محترم قاري صلاح‌الدین ایوبي وویل، یادې ودانۍ ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه چې دا بنسټ د اسلامي امارت د فرمانونو، عدلي او اداري نظم د تحقق بنسټیزه مرجع ګڼل کېږي.

ښاغلي مرستیال والي وویل، څنګه چې دا ودانۍ د قانون، عدالت او فرمان د تطبیق څخه د نظارت ځای دی، باید هغسې خدمتونه ترسره کړي چې تمه ترې کېږي.

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دغه ولایت د مرکز پُل علم ښار کې یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست اړوند یوه عصري، مجهزه اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

ښاغلی مولوي مطیع الله زاهد وایي، دا ودانۍ د ۲۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د کور او ښار جوړولو وزارت له ‌خوا جوړه شوه، چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په مراسمو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مرستیال محترم مولوي محمد محسن هاشمي هم خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو له وزارت یې مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، یاده ودانۍ به د اسلامي امارت د لارښوونو، حکمونو او پرېکړو په معیاري او منظم ډول تعقیب، تنظیم او تطبیق ته زمینه برابره کړي.

هغه د دې پروژې بشپړېدل د اسلامي امارت د بنسټیزو ژمنو یوه نمونه وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډول رغنیزې پروژې د هېواد د اداري پیاوړتیا، د خدماتو د ښه‌والي، او د ولس اعتماد د ترلاسه کولو لپاره حیاتي ارزښت لري.

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس وایي، دغه ودانۍ د لوګر په مرکز پُل علم ښار کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه، چې مجهزې اداري خونې، د کار کوونکو لپاره مناسبه فضا، د مراجعينو لپاره انتظار خونه، او اساسي اسانتیاوې لري.

د مراسمو په پای کې ګډونوالو له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه او د هغې د جوړښت او کیفیت ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت