په پکتیکا کې د دوو نويو جوماتونو ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۴
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۳/۱۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د دوو نويو جوماتونو (د مامورینو جومات او د ښاروالي جومات) له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د مامورینو جومات د لومړي منزل د چت کانکریټ اچونه د نقشې سره سم په منظم ډول بشپړه شوې، او د ګنبذې د برخې قالب ‌بندي روانه وه او په دې بهیر کې ځینې ستونزې موجودې وې چې د تخنیکي ټیم له خوا په ساحه کې سمدستي اصلاح شوې.

د نوموړي په خبره، همدارنګه، د ښاروالي د جومات د دوهم پوړ قالب ‌بندي هم د نقشې سره سم جریان درلود.

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي، چې د دغو دواړو جوماتونو د اعمار چارې به د دوامداره څارنې لاندې وي او د ترسره شویو کارونو په اړه به د وزارت مقام ته لازم اطمینان وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت