د غزني ښار په بېلا بېلو پلانونو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۴
غزنی

۱۴۴۷/۰۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په لومړي، دوهم او درېیم پلان کې د ساختماني چارو څارنه او د سرغړونو مخنیوی وکړ.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د غزني ښار لومړی پلان ډیری سوداګریزې ساحې لري، دوهم پلان ګډ (استوګنیزې او سوداګریزې) ساحې لري، او درېیم پلان بیا پراختیایي سیمې یې زیاتره استوګنیزې دي .

نوموړی وایي، په یادو سیمو کې په عمومي ډول ودانیزې چارې د تفصیلي پلان او منظور شوو نقشو له مخې پر مخ ځي، خو ځینې سرغړونې هم لیدل شوي، چې د ریاست او اړوندو ادارو له خوا یې مخه نیول شوې ده.

د یادولو ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست په مرکز او ولایتونو کې د ښارونو د منظم پرمختګ، د تفصیلي پلانونو د پلي کېدو او د قانوني ودانیو د تطبیق لپاره څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت