د کابل ــــــ بګرام سړک ډیزاین شوې چارې د لا پرمختګ په موخه څېړل کېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۱۸
بکرام سرک

۱۴۴۷/۳/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار په اډانه کې د کابل ــــ بګرام جوړېدونکي سړک د ډیزاین شوو چارو جاج واخیست.

په دغه برخه کې ګمارل شوې کمېټې، خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې د یو پرزنټېشن له لارې له محترم وزیر او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي، د کابل ــــ بګرام دېرش کیلو متره اوږد او د سل متره په پلنوالي جوړېدونکی سړک د یاد ښار د ماسټر پلان او د ساختاري پلان سره سم جوړ شي.

ګمارل شوې کمېټې وویل، یاد سړک د ماسټر پلان او ساختاري او تفصیلي پلان مطابق ډیزاین شوی او  په خبره یې تر دې دمه کومه ستونزه نه ده تر سترګو شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د دغه سړک په اړه ترلاسه شوې پایله دې د لا بهتروالي، اغېزمنتیا او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو د راتلونکو اقداماتو سره د سمون په موخه له متخصص ټیمونو سره شریکه شي.

ښاغلي وزیر حقاني وویل، نوی کابل ښار یوه ستره ملي پروژه ده او لازمه ده چې چارې یې د فني او تخنیکي پلوه پرمختللې او له نیوکو پرته ترسره شي.

نوموړي وویل، هر وزارت یا اداره ځانګړی تخنیکي تخصص لري لکه ترانسپورت، انرژی، چاپېریال، اوبو رسونه، مخابرات او داسې نور، چې د اړوندې ادارې ګډون به مرسته وکړي، تر څو پروژه له هر اړخه تخنیکي پیاوړې، معیاري او د ستونزو څخه پاکه شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، په سترو ملي پروژو کې همکاري او همغږي د ادارو ترمنځ د باور فضاء لوړوي، چې دا اعتماد بیا د نورو ګډو پروژو لپاره یو ښه بنسټ جوړوي.

د غونډې ګډونوالو ومنله چې د ډیزاین چارې به له متخصصینو سره شریکې کړي او تمه ده چې یوې لا ښې او مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو په جوړښت او تطبیق کې له بشپړې پاملرنې کار اخلي، ترڅو یې چارې اغېزمنې او ګټورې پایلې ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت