په کابل ښار کې د برېښنا د شبکو له پلانونو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳۶
کابل

1447/02/30

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پلان شوي برنامې له مخې د کابل ښار د برېښنا شبکو له څو مهمو برجونو او تاسیساتو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، یاد ټیم د خواجه رواش د سرګروپیت د جنکشن دولسمې شبکې اړوند د برېښنا له برجونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه چې د څارنې په لړ کې د خواجه رواش د برېښنا برجونو، تقویتي برجونو، د دوو ښوونځیو برجونو، د قلعه چمن برج، د ډنډ قاري برج او د امین‌آباد د برېښنا برجونو د فعالیتونو وضعیت وارزول شو.

د یادولو وړ ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو ریاست په دوامداره توګه د زیربنایي شبکو، په ځانګړي ډول د برېښنا شبکو، له فعالیتونو څارنه کوي ترڅو د تخنیکي معیارونو د پلي کېدو ترڅنګ د ښاریانو لپاره د خوندیتوب فضا تضمین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت