په ورستي یو کال کې ۲۶ سټراټیژیک پلانونه ترتیب او منظور شوي دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستي یو کال کې د ولسوالیو او ښارونو ۲۶ استراتیژیک پلانونه د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب پروژې له لارې ترتیب کړي چې له منظورۍ وروسته اوس مهال د تطبیق لاندې دي.
دا شمېر استراتیژيک پلانونه د هرات، بلخ، کندهار، میدان وردک، زابل، کندز، جوزجان، کاپیسا، بامیان، تخار، بدخشان، پکتیا، خوست، لغمان او کنړ ولایتونو ولسوالیو او ښارونو لپاره ترتیب او منظور شوي دي.
د استراتیژیک پلانونو له تطبیق، ترتیب او جوړولو څخه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت موخه، د هرې اقتصادي سیمې سرچینو ته په کتو د ولسوالیو او ښارونو اقتصادي وده ده.
