د تالقان ښار د اصلاحي پلان د طرحې پر جوړولو ټینګار وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۳:۳۱
وزارت شهرسازی و مسکن

۲۶/۲/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد حنیف، د تالقان ښار محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت او د اړوند ریاستونو یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ګډون یوه غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د تالقان ښار د اصلاحی تفصیلي پلان د جوړولو په اړه بحث او نظریات شریک شول.

محترم شیخ مدارعلي کریمي په خپله وینا کې د تخار د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او محترم ښاروال ته ښه راغلاست ووایه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد آبادۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د ښارونو پراختیا حیاتي اهمیت لري او د ښاري پراختیا په برخه کې باید د معیارونو په رڼا کې جدي پام وشي او په هر ولایت کې ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو ریاستونه اساسي مسؤلیتونه په غاړه لري.

د ښاري چارو محترم مرستیال زیاته کړه، چې تخار ولایت او تالقان ښار له مهمو ښارونو څخه دی، خو تر اوسه پخوانی پلان لري او په ډېرو برخو کې ښار غیرپلاني وده کړې ده.

همدا راز د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد حنیف وویل چې د نوي تفصیلي پلان شدید ضرورت شته، ځکه خلک د ودانیزو چارو غوښتونکي دي، او په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

 په ورته وخت کې د تالقان محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، وویل چې په ښار کې ګڼ شمېر ښاري ستونزې شته، ښار پلان نه لري، کوچنی دی او غیرپلاني وده یې کړې ده. هغه زیاته کړه چې اصلاحي تفصیلي پلان په دې ښار کې یوه بنسټیزه اړتیا ده.

مسلکي انجنیرانو او متخصصینو په غونډه کې د پلان د اصلاح ضرورت، د پخواني پلان ستونزې، د ښاري پراختیا فرصتونه، د اصلاحي ټکو څرنګوالی او د پلان د عملي کولو پروسه په تفصیل سره بیان کړه او ټینګار یې وکړ چې د زیربنایي برخو په پام کې نیولو سره باید پلان جوړ شي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اصلاحي پلان طرح کولو، د ښاري پراختیا د امکان ‌سنجۍ مطالعاتو او د ښاري ټکو د تعدیل لپاره ټول حقوقي او تخنیکي اړخونه په پام کې ونیول شي.

په پای کې، محترم شیخ مدارعلي کریمي وویل چې ژر تر ژره باید د وزارت اړوند مسلکي انجنیرانو یوه ډله تالقان ښار ته واستول شي ترڅو ساحوي سروې او د امکان‌سنجۍ مطالعات د ښاروالۍ په همغږۍ ترسره کړي، د خلکو نظریات ترلاسه کړي او د اصلاحي پلان کارونه په چټکۍ سره پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت