په هرات کې د سورستان د انجونو لیسې د جوړولو کار به ډېر ژر بشپړ شي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سروستان د انجونو لیسې د جوړولو چارې ۶۵ سلنه بشپړې کړي دي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
دا دوه پوړیزه لیسه د ۱۲ درسي خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره، په ۴۷۶ متر مربع ځمکه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۱۹ میلیونه و ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښونځیو په جوړولو سره، زده کوونکو او ښوونکو ته د زده کړو مناسب چاپریال برابر کړی دی.
