د کندهار په عینو مېنه کې د عدلیې ریاست د تعمیر لپاره جیوتیکنیکل ټیسټونه ترسره شول
۱۴۴۷/۰۲/۱۱
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي د دې ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د کندهار د عدلیې ریاست د نوي تعمیر د ډیزاین لپاره د جیوتیکنیکل ټیسټونو د خاورې د سمپل اخیستلو چارې ترسره شوې.
ښاغلي مولوي سعید وویل، یادې چارې د کندهار ولایت په عینو مېنه سیمه کې ترسره شوې، چې د ټیسټ لپاره څلور ځایونه انتخاب شوي چې سمپل اخیستل او لابراتوار ته د ټیسټ لپاره لېږل شوی دی.
نوموړي د دې ټیسټونو هدف د عدلیې ریاست د نوي تعمیر لپاره د ځمکې د کیفیت او مقاومت معلومول یاد کړل.
