د زابل ولایت په کابل-کندهار عمومي لار کې د مسجد شریفله ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۴۳
زابل

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د زابل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زابل ولایت په مرکزقلات کې د مسجد له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا مسلم وویل، په دغه مسجد کې د منارونو سیخ‌ بندي، د عمومي دروازې قالب‌ بندي، ځینو ساحو کې کمپکشن کارونه، د موادو چک کول  او پلستر کارۍ چارې روانې دي.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت څخه غوښتنه وشوه چې چارې  په غوره ډول ترسره کړي او همدارنګه ټولې چارې د نقشي مطابق په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت