د زابل ولایت په کابل-کندهار عمومي لار کې د مسجد شریفله ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۱
د زابل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زابل ولایت په مرکزقلات کې د مسجد له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي ملا مسلم وویل، په دغه مسجد کې د منارونو سیخ بندي، د عمومي دروازې قالب بندي، ځینو ساحو کې کمپکشن کارونه، د موادو چک کول او پلستر کارۍ چارې روانې دي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت څخه غوښتنه وشوه چې چارې په غوره ډول ترسره کړي او همدارنګه ټولې چارې د نقشي مطابق په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.