د میدان وردک په نرخ ولسوالۍ کې د یو پل له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۱۳
نرخ ولسوالۍ

۱۴۴۷/۰۲/۰۶

د میدان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د نرخ ولسوالۍ اړوند د یو پل له چارو څخه څارنه وشوه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د راپور له مخې، د پل د وینګ والونو او استنادي دېوال د سنګ کارۍ او انګاف چارې بشپړې شوې دي او په ظاهري لحاظ کومه تخنیکي ستونزه نه تر سترګو کېږي.

د نوموړي په خبره، همدارنګه، قراردادي شرکت ته لارښوونه شوې چې د پروژې په نورو برخو کې د کار سرعت زیات کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت پعه مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په پل‌علم ښار کې د داخلي سړک له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري د پل‌علم ښار د داخلي سړک د اساسي جوړونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاد سړک د ۱۱۷۹ متر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

په میدان وردګ کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د میدان ښار اړوند د ده‌ پاک مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې د میدان وردګ ولایت مقام او د کور او ښار جوړونې ریاست، ښاروالۍ، ټولګټو ریاست، مهاجرینو او اړوندو امنیتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت