د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
کابل

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دا سړکونه، د سیلو درېیم سړک او د پل سوخته څلور لارې څخه د جمهوریت پُل تر څلور لارې پورې سړک دی، چې یوه برخه یې د درېیمې ناحیې او بله برخه یې د شپږمې ناحیې پورې اړه لري.

نوموړی وایي، د تخنیکي څار موندنې یې ښیي چې، د سیلو درېیم سړک کې، د اوبو د ایستلو کانالونه (آبروها) له محافظتي پوښونو بې ‌برخې دي، چې د باران او تیارو په وخت کې د پیاده تګ لپاره ګواښونه رامنځته کوي.

دغه راز نوموړی وایي، د کوچنیو محافظتي دیوالونو نشتوالی، بله هغه ستونزه ده چې د وسایطو د احتمالي سقوط ګواښ زیاتوي.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي رئیس وایي، د پُل سوخته څخه تر جمهوریت پُل سړک چې دی، د چپ اړخ پلي لارو لپاره یې هېڅ ځای نه دی مشخص شوی، چې د خلکو لپاره د تېرېدو ستونزې رامنځته کوي.

دغه راز، د مسجد شریف تر څنګ، د سړک پلنوالی ۸ متره ته راکم شوی، چې دا حالت نه یوازې د وسایطو د تګ راتګ لپاره خنډ جوړوي، بلکې د پلي لارو محدودیتونه هم زیاتوي.

ښاغلي مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د موندل شوو تخنیکي نیمګړتیاوو او ښاري تخلفاتو له مخې، اړینه ده چې مسؤلې ادارې ژر تر ژره اصلاحاتي اقدامات پیل کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS