د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۴۰
.

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د دغه وزارت لپاره نوي ټاکل شوي وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل کاري مسؤلیت رسماً پیل کړ.

دغه مراسم چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مقر کې د چارو د لویې ادارې د مشر محترم شیخ نورالحق انور، د یاد وزارت مرستیالانو هر یو محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټی او د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت رئیسانو، د اترا محترمو مرستیالانو او د کور او ښار جوړولو وزارت رئیسانو او کار کوونکو په کې ونډه اخیستې وه.

د مراسمو پیل د مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي له خوا وشو، چې نوموړي نوي وزیر او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وزارت د ارزښتونو پر ساتلو ټینګار وکړ.

ښاغلي محمد ارسلاح خروټي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت یو له مهمو او زیربنایي وزارتونو څخه دی او ټول کارکوونکي چمتو دي چې د نوي وزیر تر مشرۍ لاندې هم په بشپړې ژمنتیا کار وکړي او خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.

ورپسې، د چارو لویې ادارې مشر محترم شیخ صاحب نورالحق انور خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې ټول مسؤلیتونه د شریعت له اصولو سره سم سپارل کېږي، هر غړی چې ټاکل شوی، کلونه کاري تجربه لري او د اعتماد وړ دي.

په یادو مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني هم وینا وکړه او وې ویل، تغییر او تبدیل د نظامونو د پرمختګ اصل دی، چې نه یوازې د اصلاح لامل ګرځي، بلکې نوښتونه هم را منځته کوي.

ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د امیر امر منل عبادت دی او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت، ژمنتیا، او ایماندارۍ سره پر مخ وړي.

ښاغلي حقاني له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې له ده سره فعاله همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې د واحد فکر او ګډ کار له لارې به د وزارت ټولې چارې لا اغېزمنې، ګټورې او منظمې شي.

د مراسمو په پای شېبو کې د اترا محترم مالي او اداري مرستیال، د همدغې ادارې تخنیکي مرستیال او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس خبرې وکړې او له ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سره د تېر څلور کلن دور یادونه یې وکړه.

د چارو تعقیب، ښه مدیریت او رهبري، شفقت او ترحم، د کار کوونکو د حقوقو خوندیتوب، په کار پوهه، عدالت او داسې نورې ښېګڼې هغه موارد یاد کړل چې ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني یې لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۱
Background image

د لغمان په کافر ګله ساحه کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه اصلاحي تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت