په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
kunar

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د څارنې پر مهال یو شمېر ښاري تخلفات تشخیص کړل.

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، د یادو تخلفاتو له امله د اړوندو ساحو کارونه ودرول شول او مسؤلین د ریاست له‌خوا احضار او راوغوښتل شول، د تخلف کوونکو سره ناسته وشوه، چې پکې هغوی ته د ښار د تنظیم پلان تشریح شو او د ښاري اصولو پر رعایت ټینګار وشو.

ښاغلی مولوي نبي الله طلحه وايي چې د ښاري نظم د ټینګښت او د غیر قانوني ودانیو د مخنیوي لپاره به څارنې دوام لري او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې د ښار جوړولو له اصولو سره سم عمل وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت