فاریاب کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۲۰
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایې، د یاد ریاست له مسلکي تخنیکي ټیم سره یو ځای یې، د فاریاب د عامې روغتیا ریاست اړوند مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي ذوالفقار وایې، په دې لیدنه کې د ساختماني چارو تخنیکي کیفیت، د انجنیرۍ له نقشې، معیارونو او اصولو سره پرتله شو، او څرګنده شوه چې د پروژې چارې د مشخصو نقشو او انجنیري سټنډردونو سره سم روان دي.
نوموړی وایې، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې څو د پاتې چارو پړاوونه هم په معیاري توګه، په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره سرته ورسوي.
مسجدونه او دیني مقدسات زموږ لپاره نه یوازې ساختماني اهمیت لري، بلکې اسلامي او روحاني ارزښت هم لري، چې باید دا ډول پروژې له بشپړ دقت، ایماندارۍ او مسلکيتوب سره سرته ورسېږي.