د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم ارزګان ولایت ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د خط اچولو او نمرو توپیر په موخه واستول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۱
ارزګان

۱۴۴۷/۱۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان تر ارزونې وروسته تائید او لاسلیک کړ.

ارزګان ولایت کې دغه اصلاحي تفصیلي پلان د 1826 جریبه ځمکې لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر اصلاح وروسته یې ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې.

دا چاره د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم

ترسره کېږي، چې هرې یوې راستنې شوې مهاجرې کورنۍ ته یوه یوه پنځه بسوه یي نمره ځمکه ورکول کېږي.

د ارزګان ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي د اصلاحي پلان له منظورۍ سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم، دغه ولایت ته په یاد ښارګوټي کې د خط اچولو په موخه روان شول.

تللی هیئت به چارې په عملي توګه پیل کړي او په ښارګوټي کې به خط اچونه وکړي چې له دې وروسته به یې وېشنه هم چټکه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې ژر تر ژره پلانونه جوړ یا اصلاح کړي، خط اچونه وکړي او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د نمرو وېش ترسره کړي.

دغه چاره، درنو مهاجرو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه ترسره کېږي، چې په خپل هېواد کې دایمي او باعزته ژوند ولري او پردیو ته له احتیاج وژغورل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت