په کارته نجات مېنه ښارګوټي کې ښاري تخلفات وڅارل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۸:۴۹
ناحیه هفده

۱۴۴۶/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند د کارته نجات مېنې ښارګوټي تخنیکي ارزونه او څارنه ترسره کړه.

دا څارنه د ښار جوړولو د اصولو، سایټ پلان، عام المنفعه تأسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو ساحو، سړکونو او ترانسپورتي شبکو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزاسیون برخو کې ترسره شوه.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په یاد ښارګوټي کې یو لړ خپلسرې او له ښاري اصولو سره په ټکر کې ودانیزې چارې ترسره شوې دي.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په ښارګوټي کې د کلینیک لپاره ځانګړې شوې ساحه استوګنیزو نمرو ته بدله شوې، شنې ساحې پر ودانیزو جوړښتونو بدل شوي، سړکونه او تګلارې بندې شوې، او په استوګنیزو زونونو کې لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو ښاري تخلفاتو په اړه له اړوندو ادارو سره هم همغږي شوې، تر څو د قانوني اقدام لپاره لازم ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې خپلې ودانیزې چارې د منظور شوي ښاري پلان او نقشې مطابق پر مخ یوسي.

وزارت ټینګار کوي چې د ښاري نظم او معیاري پرمختګ لپاره د ښار جوړولو اصولو رعایت یو اړین اصل دی، او له تخلفاتو باید په هره کچه مخنیوی وشي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت