د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو چارو پر چټکتیا ټینګار وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۴۲
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۴۴۶/۱۰/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو جوړولو عملیاتي چارو کمېټې سره وکتل.

لومړی، د کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف د ترسره شوو چارو او تر لاس لاندې چارو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او د ځینو نورو چارو د ترسره کېدو په موخه یې د همکارۍ او لارښوونې غوښتنه وکړه.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په چارو کې پر زیاتې چټکتیا او زمینې برابرولو ټینګار وکړ.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو له شته ظرفیتونو دې هم ګټه واخیستل شي او په هممهاله توګه دې څو ځایه چارې روانې شي.

په دغه ناسته کې یو شمېر هغه ولایتونه هم په ګوته شول چې ځمکې یې تشخیص، د انتقال پروسه یې ترسره شوې، سروې یې ترتیب او پلان یې جوړ شوی او بالاخره په تمامه معنا وېش ته چمتو دي.

عملیاتي کمېټې ژمنه وکړه، چې چارو ته به نوره چټکتیا هم ورکوي، ټیمونه به استوي او له هرې ممکنه لارې به کار واخلي، ترڅو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې په کم وخت او شته امکاناتو ډېرې چارې ترسره کړي او هېوادوالو ته د دایمي مېشتېدو زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت