فاریاب کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د تفصیلي پلان له خط اچونې بهیر څارنه وشوه
۱۴۴۶/۱۰/۱۷
فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، په دغه ولایت کې یې مهاجرینو ته د جوړېدونکي ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې له بهیر څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره دغه ښارګوټی د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې جوړېږي.
نوموړی وایي، د یادې خط اچونې لپاره یو شمېر انجنیران له مرکز کابل راغلي چې، دوی یې له چارو څارنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې ګړندۍ کړي چې، د اجباري راستنېدونکو کدوالو لپاره د ښارګوټو په چوکاټ کې ځمکې تشخیص، سروې، انتقال او د یو منظم پلان له مخې ووېشي.
