د میدان ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان ته بیا کتنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۲:۵۰
معینیت شهری

۱۴۴۶/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د ملي جامع پلان ریاست محترم رئيس رحمت الله قدیري او د دغه ريتست تخنیکي

ټیم یې د میدان ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان تشریح کړ، ګټې، شته ستونزې او حل یې په ګوته کړ او ډاډ یې ورکړ چې د تطبیق لپاره چمتو دی.

دوی زیاته کړه، په میدان ښار کې یې د ټولو اړوندو ادارو او عامو خلکو نظرونه اخیستي او تر هغې وروسته یې په ستراتېژیک پلان کې اصلاحات راوستي دي.

دغه راز، په تېر پلان کې ټول خدمات لکه، صنعتي، استوګنیزې، روغتیایي، مذهبي، ښوونیزې، لوبغالي، تفریحي او شنې ساحې تشریح شوې.

ترڅنګ یې، په دې پلان کې حلقوي سړکونه، ترانسپورتي ترمینلونه او نور ښاري اړین موضوعات په پام کې نیول شوي دي او د هغو برخو د اصلاح غوښتنه وشوه، چې اصلاحاتو ته یې اړتیا وه.

د محترم شیخ بامیاني په مشرۍ کمېسیون په یاد پلان کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې یو شمېر برخې دې ور اضافه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې، پلانونه په منظمه توګه او د ژوند ټولو اړتیاوو او اړخونو ته په کتو ترتیب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت