فاریاب ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان جوړ شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۵
faryab

۱۴۴۶/۰۸/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د وزارت له لوري د مهاجرینو د ښارګوټو د تخنیکي چارو د ژر او پر وخت ترسره کېدو په موخه د دوی په مشرۍ د (مهاجرینو چارو عملیاتي کمېټه) جوړه شوې چې، هڅې یې پل کړي، تر څو ټولې ورسپارل شوې چارې په سمه توګه او خپل وخت ترسره شي.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، د همدغې تخنیکي کمېټې د غړو په هڅو او زیار یې فاریاب ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د تفصیلي پلان چارې بشپړې کړې.

نوموړی وایي، یاد ښارګوټي د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري چې، په څلور زره (4000) جریبه ځمکه کې ورته تفصیلي پلان جوړ شو.

هغه وایي، دغه پلان کې دوه زره، شپږ سوه او شل (2620) نمرې په پام کې نیول شوي چې، شپږویشت زره او دوه سوه (26200) اشخاصو ظرفیت به ولري.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، د مهاجرینو د ارام اوسېدو په موخه ورسپارل شوې دندې او مسؤلیتونه په سمه توګه او لږ وخت کې سرته ورسوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۵
Background image

په کندهار پوهنتون کې د انجنیرۍ پوهنځۍ له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۱/۹/۱۴۴۶

د کندهار ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزوچارو څارنه تر سره شوه

۱۱/۹/۱۴۴۶

د میدان وردګ ولایت د کوراو ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

سرپل ولایت کې د ښارې سرغړونو مخنیوی وشو

۱۱/۹/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس داملا محمد نور نوراني په. . .

BACK TO NEWS