په هلمند ولایت کې د روغتیایي کلینیک له  ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۹:۵۹
helmand

۱۴۴۶/۷/۲۷

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په نهرالسراج ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي ناظم وویل، یاد روغتیایي کلینیک د نهرالسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې موقعیت لري چې ودانیزې چارې یې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا څارل کیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار او د شرطپاڼې مطابق په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۱۷
Background image

لغمان کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې لغمان ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۴۴
Background image

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې ښاري سرغړونې په ګوته شوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په رالېږلو معلوماتو کې لیکلي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې سمنګان کې د کور او ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

کندهار کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې کندهار ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو. . .

BACK TO NEWS