سمنګان ولایت کې د خپلسرو تعدیلاتو او سرغړونو په اړه خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۴
سمنګان ایبک

۱۴۴۶/۰۷/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، سمنګان ولایت ته یې رسېدلي تخنیکي ټیم د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري د شوو سرغړونو په له دوی سره خبرې وکړې.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په ایبک ښار کې د ښاروالۍ محترم ریاست سره د همغږۍ او همکارۍ ناسته وکړه، او خبرې وشوې چې د پلټنو پّ مهال معلومه شوه چې خپله د ایبک ښاروالۍ سرغړونې کړي، د پلان خلاف چارې او خپلسري تعدیلات یې کړي دي.

 نوموړی وایي، د ایبک ښاروالۍ د ساختمان جوړولو لپاره اجازه ورکړې او ټکس یې اخیستی په داسې حال کې چې نقشې یې نه دي ویزه شوي.

دغه راز، د ښاروالۍ لخوا خپلسري تعدیلات شوي او د سینما ساحه یې د استوګنې کورونو په پار وېشلې ده.

د ټول افغانستان په کچه د نقشو ویزه کول، پلاني تعدیلات او له دولتي پروژو څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت له مسؤلیتونو څخه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت