د فاریاب ښاروالۍ له پلانونو سرغړونه کړې ده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۵۶
فاریاب

۱۴۴۶/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبالمنان حقاني وایي، فاریاب ولایت ته یې د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم سفر وکړ، تر څو د ښاري تخلفاتو پېژندنه او مخنیوی وکړي.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي ولایتي مدیریت سره په ګډه، د فاریاب ولایت ښاروالۍ محترم ریاست سره د همغږۍ او همکارۍ په پار دوه ناستې، یوه د فاریاب له محترم ښاروال مولوي ګل احمد مبشر او بله هغه یې د یادې ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو مدیریت له مسؤلینو سره ترسره کړې.

نوموړی وایي، د پلټنو په مهال معلومه شوه، چې خپله د فاریاب ښاروالۍ په ځینو برخو کې د پلان خلاف چارې ترسره کړي دي.

په میمنې ښار کې د سیند په حریم او شنه ساحه کې د ښاروالۍ له لوري د هټیو او د موټر پلورنځی جوړول، د ښار څلورمې ناحیې اړوند د عرب‌خانه سیمې څلور لارې نه تطبیق، د د ځینو ساحو د پلان تعدیل د ښاروالۍ لخوا، چې صلاحیت یې نه لري او د سیند لوېدیځ اړخ، چې په تفصیلي پلان کې شنې ساحې ښودل شوي، خو د ښاروالۍ له خوا هلته د استوګنیزو کورونو لپاره د نمرو وېشل، د سرغړونو هغه بېلګې دي چې خپله ښاروالۍ ترسره کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم په ناسته کې د یادې ښاروالۍ سره تفاهم وشو، چې یادو برخو ته پاملرنه او مخنیوی یې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت