لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تر څار لاندې یوه پروژه بشپړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
لوګر

۱۴۴۶/۰۶/۱۴

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ترانسپورت عمومي مدیریت د اداري ودانۍ له چارو څارنه ترسره کړې، چې اوسمهال یې چارې اویا سلنه پر مخ تللي دي.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، د یادې پروژې چارې دېرش سلنه پاتې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی وایي، په لوګر ولایت کې یې د یادې پروژې له چارو څارنه په ښه توګه ترسره کړه او ډاډ یې ورکړی چې د پروژې چارې هم په معیار برابرې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱۷
Background image

د میدان وردګ ولایت د اصلاحات اداري ښارګوټي د بنسټیزو شبکو پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري، د کاري پلان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د اصلاحات اداري ښارګوټي لپاره د بنسټیزو شبکو جامع پلانونه ترتیب او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت