د میدان وردګ ولایت د اصلاحات اداري ښارګوټي د بنسټیزو شبکو پلانونه منظور شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱۷
اصلاحات اداری شهرک

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري، د کاري پلان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د اصلاحات اداري ښارګوټي لپاره د بنسټیزو شبکو جامع پلانونه ترتیب او ډیزاین شوي دي. دغه پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب‌الله حیات حقاني له لوري منظور او لاسلیک شوي دي.

په منظورشوو پلانونو کې د اصلاحات اداري ښارګوټي د اصلاح شوي سړک ‌سازۍ پلان، د فاضلابو د شبکې پلان، د شنو ساحو د اوبولګولو پلان او د فاضلابو د تصفیې‌خونې پلان شامل دي. دا پلانونه د نړیوالو معیارونو او تخنیکي کوډونو مطابق ډیزاین شوي او د ښارګوټي د منظم ښاري پراختیا، د ښاري خدماتو د کیفیت لوړولو او د چاپېریال د خوندیتوب په موخه ترتیب شوي دي.

ټولې چارې د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري په مسلکي توګه ترتیب شوي، او د تطبیق په صورت کې به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري ښاري ژوند زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښاري پراختیا د معیارونو د لوړولو، د بنسټیزو خدماتو د پیاوړتیا او د ښاري چاپېریال د تنظیم په موخه د ښاري زېربناوو د پلان جوړولو چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي. د اصلاحات اداري ښارګوټي پلانونه د همدې ستراتېژۍ یوه مهمه برخه ده چې د ښار د پرمختګ، ښاري نظم او د اوسېدونکو د ژوند د معیار لوړولو لپاره چمتو شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت