د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو له عمومي رئیس سره وکتل.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۲۴
اغاحان بیست

5/5/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د اغاخان بنسټ د اسیایي برخو له عمومي رئیس محترم شادمان حاجي بکوف سره وکتل.

په دې کتنه کې الحاج شیخ حمدالله نعماني په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو د عمومي رئیس د راتګ هرکلی وکړ، او د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کور او ښار جوړولو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د اغا خان بنسټ کارونه او فعالیتونه د قدر وړ او مهم وبلل.

د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو رئیس وویل، که د کور او ښار جوړولو وزارت وغواړي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو لپاره مناسب سرپناه او کورونه جوړ کړي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په راتلونکي کې به هم د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنيرانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

ښاغلي حاجي بکوف دا هم وویل چې دغه بنسټ په تېر کې د بغلان ولایت د یوه ښارګوټي نقشه طرحه کړې او غواړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره یې شریکه کړي.

د اغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو عمومي رئیس د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني څخه وغوښتل چې په بدخشان ولایت کې د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت