په پکتیکا ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۳۰
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي لخوا په مرکز ښرنه کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو ځارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، یاد مارکیټ د غزني او کټواز په عمومي سړک جوړیږي، چې د پروژې د ساحې کندنکاري او بولډرو اچولو چارې بشپړې شوې دي او د بې سیخه کانکریټو اچولو چارې روانې چې د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا یې ټولې چارې و څارل شوې چې د نقشې او پلان مطابق روانې وې.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.