د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په کتو کلي کې د مسجد شریف د جوړیدوچارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۵
بدخشان

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د بدخشان ولایت، د تګاب ولسوالۍ په کتو کلي کې د مسجد شریف د ودانیزې پروژې رسمي پرانسته ترسره شوه.

دغه مراسم د ولایت د ارشاد، حج او اوقافو د مساجد آمریت له مسؤلینو، د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو، او د کلي د مشرانو او د قراردادي شرکت استازو په حضور کې ترسره شول.

د دې مسجد شریف مالي لګښت د حج او اوقافو وزارت پر غاړه دی. ودانۍ به په ۲۹۰ مترمربع ځمکه کې په دوه پوړونو کې جوړیږي، چې د لمونځ کوونکو لپاره د اودسونو منظم ځای او تشنابونه پکې شامل دي.

ټاکل شوې ده چې پروژه د یولس میاشتو او پنځه ویشت ورځو په موده کې بشپړه شي او د دې پراخوالي له مخې به شاوخوا ۳۵۰ تر ۴۰۰ لمونځ کوونکي په یوه وخت کې په دې مسجد کې لمونځ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت