په بلخ ولایت کې د بنګالي او سکتازانو کلي دکاانال د حریم سروې پیل شوه

۱۴۴۶/۳/۲۰
په بلخ ولایت کې د بلخ ولسوالۍ د بنګالي او سکتازانو کلیو د کانال د حریم سروې پیل شوه.
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د ګډ هئیت په شتون کې د یو لوی کانال د حریم سروې پیل کړه، چې د دې سروې د پای ته رسیدو سره به ددې کانال د حریم د رغولو چارې هم پیل شي.
ښاغلي مولوي حامد وویل، یاد کانال چې د دوو کلیو نه تیریږي په زرګونه جریبه ځمکه خړوبیوي، اړتیا ده چې حریم یې معلوم او د اساسي رغیدو چارې یې پیل شي تر څو د یاد کانال نه په سمه توګه ګټه واخستل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د رغنیزو پروژو سروې کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي تر څو پروژې په معیاري ډول سرته و رسیږي.