د کابل ښار د باغ بالا تاریخي ساحې څخه د سرغړونو مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۳
باغ بالا

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د باغ بالا تاریخي ساحې څخه د سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د ترسره شوې ساحوي ارزونې په مهال، د پراختیایي پروژو د مداخلو په څرنګوالي کې ځینې تخنیکي ناهمغږي تثبیت شوې.

د موندنو له مخې، که څه هم د پلي لارو، سړکونو او شنو ساحو د سمون اړوند یو شمېر رغنیزې چارې ترسره شوې دي، خو د ځینو پروژو اقدامات د فرهنګي میراث د ساتنې له اصولو، د تاریخي اصالت د خوندیتوب او د سیمې د تاریخي منظرې له ځانګړتیاوو سره بشپړ سمون نه لري، چې دا چاره کولی شي د سیمې پر تاریخي هویت او چاپېریالي اهمیت منفي اغېز وکړي.

د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ۵/۱ نېټې د (۱) ګڼې فرمان او د ایکوموس نړیوالو معیارونو ته په اشارې سره ټینګار کوي، چې په تاریخي ساحو کې هر ډول مداخله باید د تاریخي اصالت د ساتنې، محدودې مداخلې او د تاریخي منظرې د همغږۍ له اصولو سره سم، ترسره شي.

د همدې ارزونو پر بنسټ، موجودې مداخلې بیاکتنې، بیا تنظیم او د اړوندو ادارو دقیقې تخنیکي څارنې ته اړتیا لري، څو د باغ بالا د تاریخي هویت د تدریجي زیان مخنیوی وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د تاریخي آبداتو د ساتنې او د هېواد د فرهنګي هویت د خوندیتوب لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت