بامیانو کې د زرګرانو سیمې لپاره د بهسازۍ پر پلان خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۹:۲۹
بامیان

۱۴۴۵/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس انجنیر امان الله امان او د دغه ولایت له محترم ښاروال مولوي روزي محمد افکار سره وکتل.

په دغه ناسته کې، په بامیان ولایت کې د زرګرانو د سیمې لپاره د بهسازۍ پر پلان خبرې وکړې.

تر هر اړخیزو خبرو او بحثونو وروسته تصمیم ونیول شو، چې د کور او ښار جوړولو وزارت به د فلورانس پوهنتون له لوري جوړ شوی لومړنی پلان تر څېړنې لاندې ونیسي، خپل وړاندیزونه او تجربط به ورسره شریکې کړي او د یو چهارچوب په شکل کې به یې ترتیب کړي.

ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني د بامیان محترم ښاروال ته وویل، د ځمکې د حقوقي هویت برخلیک معلومول د تقاضا او فرمایش ورکوونکو ادارو اړوند کېږي چې باید د بامیان ښاروالۍ یې په اړه لاس په کار شي.

دغه راز، نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله چې د بهسازۍ پلان لپاره لاس په کار شي.

د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون په پام کې لري چې د بامیان په ولایت کې مغارو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره سل کورونه او دغه راز د زرګرانو د سیمې لپاره د بهسازۍ پلان جوړ او پلي کړي، چې ټول لګښت یې دوی په غاړه اخیستی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت